د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې د طالبانو پر امنیه قومندانۍ راکټي برید کړی دی.
دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد د جمعې په ورځ د وري په ٣١مه د همال په سيمه کې شوى چې په ترڅ کې يې يو طالب وسله وال وژل شوى او د دې ډلې ولسوال او دوه نور ټپيان دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له دغه راکټي برید وروسته د مقاومت جبهې ځواکونو له طالبانو سره شاوخوا یو ساعت جګړه وکړه.
خبرځاى زياته کړه چې په دې بريدکې د مقاومت دځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
خبرگزاری جمهور