د طالبانو ستره محکمه وايي، په بلخ ولایت کې یې یو سړی د "ښځې د بدن د لمس کولو" له امله په دُرو وهلی دی.
دغې محکمې نن چهارشنبې د وري ۱۵مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تورن کس پرون ۲۵ ځله په وهلو وهلو او په شپږ میاشتې بند محکوم شو.
دغه سړی د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
خو؛ دغه سړي هر ډول تورونه رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس