د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له ایران څخه څه باندې ۱۷۰۰ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه وزارت چهارشنبې د وري ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ایران کې مېشت ۱۷۱۹ افغان کډوال د سلواغې په ۱۴مه د هرات د قلعه زال اسلام پولې له لارې افغانستان ته راستانه شول.
طالبانو ویلي چې د دغو کسانو له جملې څخه یې د کورنیو او واحدونو په ګډون ۴۹۷ تنه پېژندګلوۍ ته اړتیا لري او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غیر خوراکي توکي یې ترلاسه کړل.
د طالبانو د مهاجرت وزارت زیاته کړه چې ۳۳ بې کوره ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه وارچلډ انسټیټیوټ ته ور وپېژندل شول، ۸ کورنیو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۳۲ کسانو ته سیم کارتونه د پولې پورې غاړې د مسؤلینو له خوا په وړیا توګه ووېشل شول. او ۱۷۰ تنو د روغتیا له خدمتونو برخمن شوي دي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د ډلې د واکمنۍ او د فقر او بیکارۍ په زیاتیدو سره د دغه هیواد میلیونونه هیوادوال له هیواده تېښتې ته اړ شول.
جمهورخبري آژانس