په ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي، طالبانو د جلال اباد ښاروالۍ شپږ کارکوونکي د مالي فساد په تور نيولي دي.
دسرچينو له مخې طالب جنگيالو دغه کسان دحمل په ١٤مه نيټه دخپل دفتر څخه نيولي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دې کسانو کې د طالبانو د ښاروالۍ د دفتر مسوول مولوي شيرين اغا نبيزاده، د لومړۍ حوزې امر دلاور ارباب امير او د دې دفتر څلور کارکوونکي شامل دي.
ویل شوي، چې دغه کسان د طالبانو د پخواني ښاروال مولوي عبدالرزاق ضیايي لپاره د پیسو ټولولو په تور نیول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د جلال اباد ښاروالۍ کې د طالبانو یو شمېر غړي په فساد تورن شوي دي.
جمهورخبري آژانس