۰

طالبانو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید غندلی دی

سی شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۴
د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید غندلی او هغه یې پاروونکی بللی دی.
طالبانو په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید غندلی دی
د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید غندلی او هغه یې پاروونکی بللی دی.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د وري ۱۴ مه په خپله ایکس پاڼه  لیکلي: د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټ رژيم لخوا په قونسلګرۍ باندې حمله بللې ده. د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت د ډیپلوماټیکو نورمونو ښکاره خلاف ورزۍ او د سیمې د ناامنیو د خپرولو لپاره پارونکی عمل وباله او په سختو ټکو یې غندو.

  هغه لیکلي: د طالبانو امارت د نړۍ او سیمې له نفوذ لرونکو هیوادونو څخه غوښتي چې په غزه او له هغې بهر د دغه رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.

طالبان وايي، د دغه رژیم د جنایتونو دوام له یوې خوا د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بللی او له بلې خوا یې د نړیوالو قوانینو او سازمانونو د موثریت په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي دي.

باید وویل شي، چې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو په برید کې ۵ ایراني جنرالان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي