۰

مک کینزي: داعش له افغانستانه پر امریکا د برید هوډ لري

سی شنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۷
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جنرال فرانک کینیت مکینزي خبرداری ورکړی، چې له افغانستانه د داعش خراسان څانګه پر امریکا د برید هوډ لري.
مک کینزي: داعش له افغانستانه پر امریکا د برید هوډ لري
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جنرال فرانک کینیت مکینزي خبرداری ورکړی، چې له افغانستانه د داعش خراسان څانګه پر امریکا د برید هوډ لري.

"دهل" ورځپاڼې تېره شپه د سلواغې په ١٣مه د مکېنزي له خولې ليکلي، چې داعش ډېر لېواله دى، چې پر امريکا بريد وکړي او د بایډن اداره بايد د دې ډلې ګواښونو ته درناوى وکړي.

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم چې ګواښ مخ په زیاتیدو دی."

مک کینزي د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د داعش وروستي برید ته په اشارې سره چې ۱۴۳ کسان یې ووژل، وویل، "موږ باید د امریکا او زموږ د ملګرو پر وړاندې د دې ډول بریدونو د لا زیاتو هڅو تمه ولرو. زه فکر کوم چې دا ناگزیر دی."

له بلې خوا د امریکا د پوځ متقاعد قوماندان مارک کوانټوک چې د دغه هیواد د دفاع وزارت د استخباراتي عملیاتو څارنه یې کوله، USA Today ته وویل چې متحده ایالات «د داعش د خراسان څانګې لومړی هدف دی».

هغه زیاته کړه، "داعش په ښکاره غواړي چې پر امریکا برید وکړي، د دوی ګواښ زموږ امنیت ته ننوځي."

په همدې حال کې ښاغلي مک کینزي مخکې ویلي وو چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو سره د داعش په اړه د معلوماتو له تشې سره مخامخ شوې ده.

هغه د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې د بایډن حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې په افغانستان کې د القاعده او داعش ترهګرو د فعالیتونو د کنټرول لپاره ۲۵۰۰ پوځي ځواکونه وساتي. خو بایډن دغه وړاندیز ونه مانه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي