د افغانستان په قضیه کې جنسیتي توپیر باید د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي په کنوانسیون کې شامل شي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نوې مشره وینیسا فریزر وايي، جنسیتي توپیر چې په افغانستان کې هم تطبیقیږي، باید د بشریت پر ضد د جرمونو د مخنیوي په کنوانسیون کې شامل شي.
مېرمن فرزیر چې په ملګرو ملتونو کې د مالتا دایمي استازې ده، د دوشنبې د وري ۱۳ مه له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت د امنیت شورا لپاره مهم دی.
هغه وویل چې "د جنسیتي توپیر لږترلږه په افغانستان کې تطبیق کیږي."
د امنیت شورا موقت مشر د طالبانو له خوا د ښځو ګوښه کول ناممکنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان لپاره باید د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ژر تر ژره وټاکل شي.
هغه نيوکه وکړه، چې د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره هېڅ اقدام نه دى شوى.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امنیت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په ګډون یو پریکړه لیک تصویب کړ.
جمهورخبري آژانس