۰
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مرستیاله:

په افغانستان کې د ظرفیت د لوړولو لپاره موږ د دوه میلیارده ډالرو غوښتنه کوو

چهارشنبه ۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۴
د یوناما د بشردوستانه چارو مرستیالې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیایي ادارې مشرې اندریکا راتوت د طالبانو له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې وویل چې موږ په افغانستان کې د ظرفیت د لوړولو لپاره د دوه میلیارده ډالرو غوښتنه کوو.
په افغانستان کې د ظرفیت د لوړولو لپاره موږ د دوه میلیارده ډالرو غوښتنه کوو
د یوناما د بشردوستانه چارو مرستیالې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیایي ادارې مشرې اندریکا راتوت د طالبانو له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې وویل چې موږ په افغانستان کې د ظرفیت د لوړولو لپاره د دوه میلیارده ډالرو غوښتنه کوو.

د طالبانو تر ولکې لاندې کلا په یوه بیان کې راغلي چې ښاغلي راتوت ویلي چې د ملګرو ملتونو د تېر کال مرستې د هرات ولایت زلزله ځپلو او له پاکستانه ایستل شویو افغانانو ته مهمې وې.

ښاغلي اندریکا راوت زیاته کړه، په داسې حال کې چې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو څخه د درې میلیارده ډالرو غوښتنه کوو، موږ پلان لرو چې د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم د دوه میلیارده ډالرو غوښتنه وکړو.

نوموړي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج په اړه وويل، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته بايد په کافي اندازه وخت ورکړل شي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او په زوره ونه شړل شي. هغه همداراز له مهاجرو سره د پاکستان د حکومت چلند ناسم او د بشري مرستو پر وړاندې خنډ وباله.

ښاغلي اندریکا راوت د افغان کډوالو په اړه د طالبانو ډلې او اسلام اباد ترمنځ پر خبرو ټینګار وکړ او ویې ویل، په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د افغان کډوالو په اړه به د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د بشري چارو لپاره د یوناما مرستیال په دوحه کې راتلونکې غونډې ته په اشارې سره وویل چې دوی به د دغې غونډې له لارې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو ډلې لاسته راوړنې شریکې کړي.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال همداراز وویل چې د پیام د وچکالۍ او دغې ډلې افغانانو ته د فقر او لوږې په میراث پاتې کیدو له امله دوی د بشردوستانه، پراختیا او ظرفیت لوړولو په برخو کې مرستو ته اړتیا لري.

هغه وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې له پاکستان څخه د افغانانو شړل به د مرستو بهير او بشري وضعيت ته زيان ورسوي او ټينګار يې وکړ، چې له کډوالو سره بايد سياسي استفاده ونه شي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي