د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د کډوالۍ دوسیې چټکې کړي.
دغه سازمان تېره شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان له خوا د افغان اتباعو اخراج ته دوام ورکول به د ډېرو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.
په اعلاميه کې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې د پناه غوښتنې دوسيې او په پاکستان کې د افغان اتباعو د ميشت کولو بهير چټک کړي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو ډله ایز اخراج ودروي او د بشري حقونو د نړیوال قانون له مخې د کډوالو حقونه خوندي کړي.
په همدې حال کې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو به د اپریل په ۱۵ پیل شي.
د دغه پروګرام په لومړي پړاو کې د پاکستان حکومت تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستلي دي.
جمهورخبري آژانس