OCHA یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د هسپانیا حکومت له افغانستان سره یو میلیون یورو مرسته کړې ده.
دغه سازمان د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د هسپانيا د حکومت له مرستو مننه کړې ده.
په اعلاميه کې راغلي چې سږ کال په افغانستان کې څه باندې ۲۳ ميليونه کسان بشري مرستو ته اړتيا لري چې ۳ ميليارده ډالرو مرستو ته اړتيا لري.
جمهورخبري آژانس