د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د پاکستان یو سوداګریز پلاوی د سوداګریزو اړیکو د ټینګولو په موخه کابل ته راغلی دی.
دغه وزارت تېره شپه ناوخته (۶حمل) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا د دغه هېواد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دغه هېواد د ولسمشر په رسمي بلنه کابل ته راغلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت.
طالب ډلې ویلي، چې د دغه سفر موخه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په اړه د خبرو اترو دوام دی.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان تر منځ اړيکې له دې امله خړې پړې شوې، چې د تېر کال په اګست مياشت کې د پاکستان پوځ په افغانستان کې هوايي بريدونه وکړل.
جمهورخبري آژانس