۰

تېر کال له ۳ ملیونه ډېرې بریښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۱۶
د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ریاست اعلان کړی چې دغې ډلې په ۱۴۰۲ کال کې د هیواد اتباعو ته له ۳ میلیونو څخه زیات الکترونیکي تذکرې ویشلي دي.
تېر کال له ۳ ملیونه ډېرې بریښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي
د طالبانو د احصایې او اطلاعاتو ریاست اعلان کړی چې دغې ډلې په ۱۴۰۲ کال کې د هیواد اتباعو ته له ۳ میلیونو څخه زیات الکترونیکي تذکرې ویشلي دي.

دغې ادارې نن دوشنبې د وري ۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې ادارې تېر کال د هېواد ۳ میلیونه او ۱۲۴ زره اتباعو ته د ۷۶ آسانه برېښنايي تذکرو د وېش مرکزونو له لارې برېښنايي تذکرې وېشلې دي. د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د نارینه وو لپاره ۲ میلیونه ۶۸ زره او د ښځو لپاره یو میلیون او ۵۶ زره الکترونیکي د زیږون سندونه شامل دي.

طالبانو زیاته کړې، تر ټولو ډېر برېښنايي تذکرې په کابل ولایت کې وېشل شوي، چې شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته وېشل شوي دي. له کابل وروسته په هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې وېشل شوی دی.

  طالبانو زیاته کړې چې د برښنايي تذکرو د وېش بهیر له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو ته وېشل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي