د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د سوداګرۍ مرستیال وزیر به د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په خپل ایکس چینل کې لیکلي چې د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال خرم اغا به نن دوشنبه د اګست په ۶ مه کابل ته سفر وکړي چې پر سوداګریزو مسایلو خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه، چې پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ او د خلکو تر منځ د اړیکو پیاوړتیا ته هم ژمن دی.
باید وویل شي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغه هېواد د نوي حکومت لومړنی چارواکی دی، چې کابل ته سفر کوي.
دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د افغانستان پر جنوبي او ختیځو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.
جمهورخبري آژانس