۰

په جلاوطنۍ کې مېشتو خبریالانو له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې نه شړي

دوشنبه ۶ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۷
په اروپا او امریکا کې د مېشتو افغان خبریالانو یوې ډلې د پاکستان له حکومته غوښتي چې هغه افغان کډوال چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي، ونه ایستل شي.
په جلاوطنۍ کې مېشتو خبریالانو له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوال دې نه شړي
په اروپا او امریکا کې د مېشتو افغان خبریالانو یوې ډلې د پاکستان له حکومته غوښتي چې هغه افغان کډوال چې د طالبانو له وېرې تښتېدلي، ونه ایستل شي.

دغو خبریالانو  یکشنبې د وري ۵ مه د یوه پرانیستي لیک په خپرولو سره د پاکستان له حکومت څخه دا غوښتنه کړې ده.

دوی دغه راز د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل چې له پاکستانه د افغان خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د ایستلو مخه ونیسي.

د دوی په وینا له پاکستان څخه د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو شړل د دوی له بشري او بشري حقونو ښکاره سرغړونه او د افغان رسنیو له ټولنې سره ستر ظلم دی. ځکه که دغه خبريالان افغانستان ته راستانه شي، د طالبانو له خوا به تعقيب شي او ژوند به يې له جدي خطر سره مخامخ شي.

د دغه مکتوب له مخې یو شمېر هغه خبریالان چې له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د اخراج په لومړي پړاو کې اخراج شوي وو اوس یا د طالبانو په زندانونو کې دي او یا هم په پټه ژوند کوي.

په همدې حال کې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې ډېر ژر به د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي.

جمهور خبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي