په هرات کې باخبره سرچينې وايي چې طالب ځواکونو د هرات د حوزوي روغتون څلور کارکوونکي نيولي او بنديان کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو استخباراتي جنګياليو د هرات د حوزوي روغتون رئيس ډاکټر، د لابراتوار يو کارکوونکى، يو ډاکټر او يو اداري کارکوونکى نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.
سرچينې زياته کړې، چې تر اوسه د دغو کارکوونکو د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دغو کارکوونکو د نيولو انګېزه او علت لا هم معلوم نه دى.
جمهورخبري آژانس