۰

کندهار کې ځانمرګی برید شاوخوا ۵۰ ته مرګ ژوبله اړولې

پنجشنبه ۲ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۳۸
په کندهار کې د طالبانو منځ کې د ننني ځانمرګي برید د وروستیو احصایو پر بنسټ، دا برید یو ځانمرګی برید و چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ځانمرګی برید شاوخوا ۵۰ ته مرګ ژوبله اړولې
په کندهار کې د طالبانو منځ کې د ننني ځانمرګي برید د وروستیو احصایو پر بنسټ، دا برید یو ځانمرګی برید و چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې شاوخوا ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريد نن سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې د کابل بانک د نماينده ګۍ د دفتر مخې ته هغه مهال رامنځته شو، چې وسلوال طالبان د خپلو مياشتنيو معاشونو د ترلاسه کولو په موخه دغه بانک ته روان وو.

سرچينې وايي، د کندهار ميرويس روغتون ته ٢٠ مړي او ٣٠ ټپيان، چې ډېرى يې وسله وال طالبان دي، لېږدول شوي دي.

ویل کیږي چې دا چاودنه د ځانمرګي برید له امله شوې ده.

خو؛ طالب سرچینو د دغه برید په پیل کې د ۳ تنو وژل کېدل او ۱۲ ټپیان تایید کړل او وروسته یې څه ونه ویل.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي