۰

یوناما طالبانو ته: د نجونو له زده کړو منع کول د توجیه وړ نه دي!

پنجشنبه ۲ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۴
په افغانستان کې د ښوونیز کال له پیل سره سم، یوناما یا د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر طالبان په نښه کړل او ویې ویل چې د نجونو له زده کړو منع کول غیر عادلانه او ناوړه کار دی.
یوناما طالبانو ته: د نجونو له زده کړو منع کول د توجیه وړ نه دي!
په افغانستان کې د ښوونیز کال له پیل سره سم، یوناما یا د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ دفتر طالبان په نښه کړل او ویې ویل چې د نجونو له زده کړو منع کول غیر عادلانه او ناوړه کار دی.

دغه سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له ۹۰۰ څخه زیاتې ورځې کېږي چې له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره انجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع شوي دي.

یوناما په حکومتی چارواکو غږ کوي چې دا غیر عادلانه او زیانمن بندیز پای ته ورسوي.

یوناما زیاته کړه چې د سولې او سوکالۍ لپاره د ټولو لپاره زده کړه اړینه ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پرون له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته د زده کړې اجازه نه وه ورکړې او نوی تعلیمي کال یې پیل کړ.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي