۰

د امریکا پخواني پوځي چارواکي: طالبان یو تروریستي سازمان دی

چهارشنبه ۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۶
د امریکا دوو پخوانیو پوځي چارواکو د افغانستان په اړه د دغه هېواد د مشرانو جرګې په غونډه کې طالبان یو ترهګر سازمان بللی دی.
د امریکا پخواني پوځي چارواکي: طالبان یو تروریستي سازمان دی
د امریکا دوو پخوانیو پوځي چارواکو د افغانستان په اړه د دغه هېواد د مشرانو جرګې په غونډه کې طالبان یو ترهګر سازمان بللی دی.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني مشر جنرال فرانک کینیت مک کینزي او د امریکا د پوځ د ګډو ځواکونو پخواني مشر جنرال مارک میلي ویلي، چې طالبانو دا مهال پر امریکا د برید پرېکړه نه ده کړې، خو دوی یې لري. هغو ډلو ته یې پناه ورکړې چې پر دغه هېواد د برید پلان لري.

فرانک مکینزي یادونه وکړه چې "طالبان نه غواړي پر موږ او زموږ پر خاوره برید وکړي، خو دې ډلې هغو ادارو او سازمانونو ته پناه ورکړې چې غواړي دا برید وکړي."

هغه د امریکا له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې د داعش او القاعده د پیاوړتیا مخه ونیسي.

همدا راز د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز جنرال مارک میلي هم ویلي چې د ده په نظر طالبان لا هم یو تروریستي سازمان دی، سره له دې چې دوی پر افغانستان واکمني لري.

ملي زیاته کړه، "موږ نشو کولی په افغانستان کې یو حکومت جوړ کړو او دا زموږ ستراتیژیکه ناکامي ده."

هغه ټینګار وکړ چې د ده د وړاندوینې له مخې به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغان حکومت سقوط وکړي او د همدې لپاره یې په افغانستان کې د ۲۵۰۰ پوځي ځواکونو د ساتلو وړاندیز وکړ. خو دا ونه منل شوه.

ملی د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون د افغان حکومت او پوځ د مورال کمزوری وباله.

د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه د امريکا د پارلمان د بهرنيو اړيکو د کمېټې له خوا له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د څېړنې په موخه جوړه شوې وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي