۰

عبدالله د نوروز په مناسبت د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

چهارشنبه ۱ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۰
د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوروز په مناسبت په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې چې په نوي کال کې به د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
عبدالله د نوروز په مناسبت د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
د افغانستان د پخواني حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نوروز په مناسبت په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې چې په نوي کال کې به د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

هغه وویل، موږ هیله من یو چې په نوي تعلیمي کال کې به د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانېستل شي او د هېواد باعزته مېرمنو ته چې زموږ د ټولنې نیمه برخه جوړوي د کار زمینه برابره شي.

عبدالله زیاته کړه، په خواشینۍ سره چې تېر ژمي زموږ خلک په ځانګړې توګه راستانه شوي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ وو او تېر کال زموږ میلیونونه هېوادوال له بې وزلۍ او بېکارۍ سره مخ وو.

نوموړي د نوروز د نمانځنې په اړه هم وويل، چې نوروز يو لرغونى جشن دى او هيله يې څرګنده کړه، چې پسرلى چې تل د نوي فکر، نويو کړنو او راتلونکي لپاره د نوو تصميمونو ژمنه کوي، له مثبتو بدلونونو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته پر نجونو ښوونځي، پوهنتون، کار او سفر بندیز لګولی دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي