۰

بهر کې مېشت افغان خبریالان د طالبانو استخبارات د رسنیو دښمن بولي

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
له افغانستان نه وتلو یو شمېر خبریالانو ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې د طالبانو استخبارات د هېواد د ازادو رسنیو تر ټولو ستر دښمن بللی دی.
بهر کې مېشت افغان خبریالان د طالبانو استخبارات د رسنیو دښمن بولي
له افغانستان نه وتلو یو شمېر خبریالانو ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې د طالبانو استخبارات د هېواد د ازادو رسنیو تر ټولو ستر دښمن بللی دی.

دغو خبريالانو د روانې کب مياشتې په ٢٧مه نېټه په افغانستان کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو ته يو پرانيستى ليک استولى دى.

په دغه لیک کې دوی ویلي چې "طالبانو د بیان او رسنیو د ازادۍ ریښې وچې کړې دي" او ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د بیان ازادۍ د سرغړونې په خاطر په دې ډلې پورې اړوند ټول طالب چارواکي او بنسټونه بند کړي.

دغو خبریالانو د افغانستان لپاره د بشري حقونو له ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ څخه هم وغوښتل چې په هېواد کې دننه د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته د رسنیو خپرونه او د خبریالانو فعالیتونه سخت محدود کړي دي.

دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې سلګونه خبریالان ګواښلي، نیولي او زنداني کړي دي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي