۱

امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ

شنبی ۲۶ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.
امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت تمدید کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځاوه.

دغې شورا د افغانستان په اړه د ۲۰۲۴ کال ۲۷۲۷ پرېکړه لیک تېره شپه د کب په ۲۵مه تصویب کړ.

د دغه پرېکړه لیک پر بنسټ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو، بودیجې او پروګرامونو شتون به د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۱۷ مې نېټې پورې دوام وکړي.

د جاپان استازي چې د امنیت شورا دایمي رییس هم دی، له رایې ورکولو وروسته په خپلو خبرو کې وویل چې دغه پریکړه لیک تضمینوي چې یوناما به د افغانستان له څو اړخیزو ننګونو سره د مقابلې لپاره په کافي، قوي او انعطاف منونکي ماموریت کې پاتې شي.

هغه زیاته کړه، د دغه ماموریت شتون ځکه اړین دی، چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره د اړیکو د ټینګولو او د باور رامنځته کولو په لټه کې ده؛ دا د افغانستان خلکو ته یو پیاوړی پیغام دی، چې ملګري ملتونه به له دوی سره په نه ستړي کېدونکو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي. د امنیت شورا."

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي