د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه په یوه برید کې اووه طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه بريد د پنجشنبې په ورځ د کب په ٢٤مه، ماښام مهال د کابل سرينا هوټل مخې ته، له لومړۍ امنيتي حوزې او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه له سيمې څخه د طالبانو پر يوه پوسته شوى دى.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې دوه تنه نور جنګيالي ټپيان شول.
د مقاومت جبهې وويل چې په دې بريد کې د دغې جبهې ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
جمهورخبري آژانس