۰

د طالبانو ډله: موږ له ټولو ممکنه لارو د ورزشکارانو ملاتړ کوو

دوشنبه ۲۱ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۸
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې دغه ډله له ټولو ممکنه لارو د ورزشکارانو ملاتړ کوي.
د طالبانو ډله: موږ له ټولو ممکنه لارو د ورزشکارانو ملاتړ کوو
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې دغه ډله له ټولو ممکنه لارو د ورزشکارانو ملاتړ کوي.

طالبانو نن دوشنبې د  کب ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مولوي عبدالسلام حنفي دغه څرګندونې د ورزشکارانو او مډال ګټونکو د درناوي په مراسمو کې وکړې.

مولوي عبدالسلام حنفي ټولو ورزشکارانو ته وويل هيله لرو چې په خپل اسلامي وصيت سره به په بېلابېلو ډګرونو کې ځلانده شئ او په خپلو کمالاتو سره به هېواد ته وياړ راوړئ او د طالبانو امارت به په خپلو ټولو امکاناتو سره د ورزش او ورزشکارانو په ملاتړ کې له هيڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

دغه ورزشکار له ټولو ورزشکارانو وغوښتل چې په زحمت سره د نورو نړيوالو سياليو لپاره ځانونه چمتو کړي او خپل ملت او هېواد ته د لا زياتو وياړونو د ګټلو لپاره ځانونه چمتو کړي.

د طالبانو د ډلې د چارواکو دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح کیږی چې په افغانستان کښې د دغې ډلې د واکمنۍ له ختمیدو سره دغه هیواد لس کاله وروسته پاتې شو.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي