۰

د ملي ټلویزیون له لوګو د افغانستان د ملي بیرغ د لرې کولو په اړه غبرګونونه

یکشنبه ۲۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۵
د افغانستان اسلامي امارت د ملي ټلویزیون له لوګو نه د افغانستان ملي بیرغ لرې کولو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د نیوکو څپې زیاتې شوې دي.
د ملي ټلویزیون له لوګو د افغانستان د ملي بیرغ د لرې کولو په اړه غبرګونونه
د افغانستان اسلامي امارت د ملي ټلویزیون له لوګو نه د افغانستان ملي بیرغ لرې کولو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د نیوکو څپې زیاتې شوې دي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان د نشراتو ملي ادارې د شنبې په ورځ (د غويي ۲۸مه) په ټولنیزو شبکو کې د دغه تلویزیون له لوګو څخه د افغانستان ملي بیرغ لرې کړ او پر ځای یې سپین رنګ ورکړی.
 
خو د طالبانو دغه اقدام په ټولنیزو رسنیو کې له نیوکو سره مخ شوی او د طالبانو د حکومت دا اقدام یې د ملي ارزښتونو خلاف او جبر بللی دی.
 
په تېر حکومت کې د ملي راډیو او ټلوېزیون مشر اسماعیل میاخېل د طالبانو پر کړنو د نیوکې ترڅنګ لیکلي، چې دغې ډلې افغانستان د ارزښتونو په هدیره بدل کړی دی.
 
هغه زياته کړه، چې طالبان به نن د ملي ټلوېزيون له لوګو څخه درې رنګه بيرغ لرې کړي او سبا به يې له کرکټ بورډ څخه لرې کړي.
 
میاخیل لیکي چې طالبان په حقیقت کې ملي ارزښتونو ته غاړه نه ږدي.
 
د جمهوري رياست په دوره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال هارون حکيمي لیکلي« که توره، جهاد او د آزادۍ پر لاره قربانۍ ورته ارزښتونه وي نو ملي بیرغ د هغو ارزښتونو محصول دی. که د افغان ملت تاریخ، هویت، تاریخي حافظه او باورونه ارزښت ورته لري، هغه په تور، سره او زرغونه بیرغ کي نغښتي دي. او که د واحد ملت د ګډ راتلونکي او یووالي په فکر، خپل پایښت غواړي، هغه تر همدې سیوري لاندي ممکنېدلای شي، خو که د دې ټولو محوه کول غواړي چي دا به اول دوی محوه کوي.»
 
مدني فعال خان ولي عدیل لیکلي« د ملت زړه مو زخمي کړ! په یاد یې لرئ؛ دا او دې ته ورته کارونه د نظام د ړنګېدو پیلامه وي.»

نوموړي د پوښتنې په توګه ویلي، آیا په نظام کې مدبر کس نشته چې ورته و وایي دا کار نه یوازې د ملت زړه زخمي کوي؛ بلکې تاسو په اوږد مهال کې له پښو غورځوي.

عدیل دغه ډول کارونه د تېرو تېروتنو تکرار بللی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي