۰

اسلامي امارت د اقتصاد او سولې انستېتیوت راپور ته غبرګون وښود

دوشنبه ۱۶ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۶
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد او سولې انستېتیوت له خوا د ترهګرۍ ځپلو هېوادونو په اړه خپاره کړي راپور ته سخت غبرګون وښود.
اسلامي امارت د اقتصاد او سولې انستېتیوت راپور ته غبرګون وښود
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد او سولې انستېتیوت له خوا د ترهګرۍ ځپلو هېوادونو په اړه خپاره کړي راپور ته سخت غبرګون وښود.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه انستېتیوت په تازه راپور کې افغانستان د درېیم ځل لپاره د نړۍ په کچه د ترهګرۍ ځپلو هېوادونو د نوملړ په سر کې راوستی دی.

راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې د ترهګریزو فعالیتونو له امله، د نړۍ ۲۰ سلنه مرګ‌ژوبله یوازې افغانستان کې خلکو ته اوښتې ده چې له نیمايي زیاته برخه یې ملکیان دي.

خو د افغانستان اسلامي امارت بیا په دې راپور کې شوې محاسبه نا سمه بولي او وايي، نه ترهګریزو پېښو کې لاس لري او نه هم ترهګر دي.

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دغه انستېتیوت دا محاسبه نا سمه او مغرضانه ده او اسلامي امارت یې ردوي.

ښاغلي مجاهد ویلي« دا محاسبه یې نا سمه او مغرضانه ده، موږ یې ردوو. موږ د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه او جهاد کاوه، کله چې هېواد ازاد او امنیت شو، اسلامي امارت اوس په عادي حالت کې دی او د جګړې برخه نه ‌ده.

د اسلامي امارت ویاند له داعش سره د جګړې احتمال هم ردوي وايي، دا ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه‌ لري او تر خوا یې کومه ځانګړي سیمه هم نه ‌ده نیولې چې ګواښ وګڼل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي