په افغانستان کې د امریکا سفارت، چې له قطر څخه فعالیت کوي، د مطبوعاتو د ازادۍ د ملاتړ په موخه هشټک پیل کړی دی.
دغه سفارت تېره شپه د ثور په نهمه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت او پر رسنیو د طالبانو د بندیزونو د غندلو په ترڅ کې؛ هغه د "د مطبوعاتو ازادي، معلوماتو ته لاسرسی" تر سرلیک لاندې یو هشټاګ پیل کړ.
سفارت ټینګار کړی چې مطبوعات د خلکو غږ لوړوي.
د دغه سفارت په وینا، د مطبوعاتو ازادي د ټولنې حیاتي ستنه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته پر رسنیو او خبریالانو سخت بندیزونه لګولي دي.
جمهورخبري آژانس