د طالبانو د ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي چې دغه ډله هڅه کوي د افغانستان د کانونو صادرات زیات کړي.
د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبې (د ثور ۱۰) اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان د کانونو د سکتور له غړو سره وکتل.
نوموړي د افغانستان د معدنونو په صادراتو باندې په ټینګار سره وویل چې مونږ هڅه کوو چې په دې برخه کې د صادراتو د زیاتولو لپاره نورې لارې چارې هم برابرې کړو.
هغه وویل، ستونزې او وړاندیزونه دې د اړوندې خونې له لارې دغه وزارت ته وسپاري، څو د حل لپاره یې اقدامات وشي.
بايد يادونه وشي چې طالب ډلې پرته له دې چې ملت ته حساب ورکړي د افغانانو طبيعي سرچينې لوټ کړي دي.
جمهورخبري آژانس