د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.
سرچينه زياتوي، دغه کمپاين نن دوشنبه د ثور په لسمه د هېواد په ۳۱ ولايتونو کې پيل شوی او څلور ورځې به دوام وکړي.
په راپور کې راغلي چې په دې کمپاین کې به ۱۰ میلیونه ۷۲۰۰ ماشومان د پولیو ضد واکسین شي.
ویل شوي، چې دغه کمپاین په درېیو ولایتونو غور، بامیان او دایکندي کې د باران او سړې هوا له امله ځنډول شوی دی.
په همدې حال کې سږ کال د افغانستان په ختیځ کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هیوادونه دي چې تر اوسه پکې دا ناروغي له منځه نه ده تللې.
جمهورخبري آژانس