۰

د امارت او جینوار کال بنسټ تر منځ د بشردوستانه مرستو اعلامیه لاسلیک شوه

شنبی ۲۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۱
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د جینوا کال بنسټ له غړو سره تر خبرو اترو وروسته بشردوستانه اعلامیه تصویب کړه.
د امارت او جینوار کال بنسټ تر منځ د بشردوستانه مرستو اعلامیه لاسلیک شوه
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د جینوا کال بنسټ له غړو سره تر خبرو اترو وروسته بشردوستانه اعلامیه تصویب کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جینوا کال د ټویټر له لارې ویلي، په بیان کې ټولو خلکو ته د روغتیا او پوهنې د خدماتو چمتو کول، د بشري مرستو درناوی او د چاپیریال او کلتوري ځایونو ساتنه شامله ده.

جینوال کال په دې اړه تر دې ډیر جزیات نه دي ورکړي.

دا غیر دولتي اداره د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

په جنیوا کې د اسلامي امارت د پلاوي مشري د تصفیې کمېسیون مشر لطیف الله حکیمي پر غاړه ده.

دغه پلاوي د یو شمېر غیر دولتي موسسو له استازو سره هم کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي