د امارت او جینوار کال بنسټ تر منځ د بشردوستانه مرستو اعلامیه لاسلیک شوه

23 دلو 1400 ساعت 8:51

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د جینوا کال بنسټ له غړو سره تر خبرو اترو وروسته بشردوستانه اعلامیه تصویب کړه.


د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د جینوا کال بنسټ له غړو سره تر خبرو اترو وروسته بشردوستانه اعلامیه تصویب کړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جینوا کال د ټویټر له لارې ویلي، په بیان کې ټولو خلکو ته د روغتیا او پوهنې د خدماتو چمتو کول، د بشري مرستو درناوی او د چاپیریال او کلتوري ځایونو ساتنه شامله ده.

جینوال کال په دې اړه تر دې ډیر جزیات نه دي ورکړي.

دا غیر دولتي اداره د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

په جنیوا کې د اسلامي امارت د پلاوي مشري د تصفیې کمېسیون مشر لطیف الله حکیمي پر غاړه ده.

دغه پلاوي د یو شمېر غیر دولتي موسسو له استازو سره هم کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 147713

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/147713/

جمهور
  https://www.jomhornews.com