۰

د کابل – کندهار لویه لار بېرته رغول کېږي

چهارشنبه ۲۷ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۴۹
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت هوډ کړی، چې د کابل – کندهار لویه لار بېرته ورغوي.
د کابل – کندهار لویه لار بېرته رغول کېږي
د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت هوډ کړی، چې د کابل – کندهار لویه لار بېرته ورغوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن چهارشنبې د سلواغې ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تخنیکي ټیمونو یې دغه لار کتلې او د اساسي رغونې پر پلان یې کار روان دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د راتلونکي لمریز کال په لومړیو کې به د لارې د رغولو عملي چارې پیل شي.

د یادونې ده، چې د کابل- کندهار نژدې ۵ سوه کیلو متره لار د ماین چاودنو، سړکونو کې د چاکونو او د قیر د ښکته تللو له کبله ډېره ویجاړه شوې او مسافر یې تل په اړه شکایتونه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي