د امریکا د کانګرس استازی مایکل مک کال یو ځل بیا له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو پر بایډن او د هغه پر حکومت سختې نیوکې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، د بایډن حکومت په بې پلانه او له شرمه ډکه توګه یې خپل سرتېري له افغانستان و ایستل.
دغه امریکايي استازي زیاته کړې، چې د بایډن دغه کار د واشنګټن د ځايي سیالانو د زړه ور کېدو لامل شول او هغوی زړه ور شوي دي.
مک کال ویلي« د بايډن دا اقدام د دې سبب شو، چې د روسیې، چین او ایران په څېر د واشنګټن ځايي سیالان لا زړه ور شي او دا د امریکا ماتې وبولي.»
مک کال وایي ایران دومره زړه ور شو، چې د اټومي وسلو د لرلو هڅه کوي او روسیه فکر کوي چې ګټونکې ده نو ځکه یې اوکراین ته لاس غځولي دي.
یاد امریکايي استازي ټینګار کړی، چې اوس د بايډن حکومت ته په کار ده چې د یادو هېوادونو پر وړاندې معقول اقدام وکړي او اجازه ور نه کړي چې د امریکا ځواک نور هم په نړۍ کې راکم شي.
جمهورخبري آژانس:کابل