د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې اعلان کړی، دوی غواړي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه خپلې پلټنې پراخه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېټې ټینګار کړي، دوی هڅه کوي، افغانستان کې د پاتې کارکوونکو، د هغوی د همکارانو او دغه د امریکايي سرتېرو د وتلو د کړنلارې په اړه خپل معلومات زیات کړي.
په همدې موخه د بهرنیو اړیکو کمېتې مشر مایکل مکال په یوه لیک کې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن څخه غوښتي، تر څو د بایډن د حکومت د ۳۴ لوړ پوړو چارواکو چې د امریکايي ځواکونو او د هغوی د افغان همکارانو په وتلو کې یې رول درلود، کتبي خبرې له دوی سره شریکې کړي.
دغه لیک کې د امریکا پر بهرنیو چارو وزرت نیوکه هم شوې، چې په دې اړه یې دوی ته د اطلاعاتو په ورکولو کې کم کاري او ځان غړونه کړې ده.
د یادونې ده، چې له افغانستان د تخلیې پر بهیر په امریکا کې د ننه او بهر زیاتې نیوکې دي او شنوونکي له افغانستان د امریکا وتل د دغه هېواد یوه ستره تاریخي ماتې بولي.
جمهورخبري آژانس:کابل