۰

د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه پاکستان ته رسېدلې

دوشنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۷
د افغانستان د هوایي چلند ادارې مسؤلان وایي د کابل له هوایي ډګره د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه اسلام‌ اباد ته ورسېده.
د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه پاکستان ته رسېدلې
د افغانستان د هوایي چلند ادارې مسؤلان وایي د کابل له هوایي ډګره د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه اسلام‌ اباد ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه پرون اسلام آباد ته رسېدلې او د هوایي چلند اداره دا هم زیاتوي، چې تېرو دوو ورځو کې کابل ته له پاکستان او ایران نه هم سوداګریزې الوتکې ورغلې دي.

د دغې ادارې د پروازونو د خوندیتوب د سټنډرډ مشر غلام جیلاني وفا ویلي،  د کابل هوایي ډګر د ورځې په مخه د الوتکې ناستې او پرواز ته بشپړ چمتو شوی دی.

د هغه په وینا، دوی له ازبکستان، تاجکستان، اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو هم غوښتي چې افغانستان ته الوتنې پيل کړي، خو وایي لا یې ځواب نه ‌دی ترلاسه کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي