د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه پاکستان ته رسېدلې

29 سنبله 1400 ساعت 9:07

د افغانستان د هوایي چلند ادارې مسؤلان وایي د کابل له هوایي ډګره د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه اسلام‌ اباد ته ورسېده.


د افغانستان د هوایي چلند ادارې مسؤلان وایي د کابل له هوایي ډګره د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه اسلام‌ اباد ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه الوتکه پرون اسلام آباد ته رسېدلې او د هوایي چلند اداره دا هم زیاتوي، چې تېرو دوو ورځو کې کابل ته له پاکستان او ایران نه هم سوداګریزې الوتکې ورغلې دي.

د دغې ادارې د پروازونو د خوندیتوب د سټنډرډ مشر غلام جیلاني وفا ویلي،  د کابل هوایي ډګر د ورځې په مخه د الوتکې ناستې او پرواز ته بشپړ چمتو شوی دی.

د هغه په وینا، دوی له ازبکستان، تاجکستان، اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو هم غوښتي چې افغانستان ته الوتنې پيل کړي، خو وایي لا یې ځواب نه ‌دی ترلاسه کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 142705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/142705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com