۰
افغان حکومت:

نړیوال دې د طالبانو پر جنایاتو سترګې نه پتوي، مستند یې د کړي

سی شنبه ۱۲ اسد ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۸
افغان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو پر جنایتونو سترګې پټې نه کړي، بلکې مستند یې کړي.
نړیوال دې د طالبانو پر جنایاتو سترګې نه پتوي، مستند یې د کړي
افغان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د طالبانو پر جنایتونو سترګې پټې نه کړي، بلکې مستند یې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا غوښتنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدنه کې مطرح کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایي، دغه لیدنه پرون دوشنبې د زمري ۱۱ مه شوې او په کې د افغانستان پر روان وضعیت، د سولې پروسې، د جګړې پر شدت او د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه په سرغړاوي او بشر ضد جنایتونو خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي اتمر د طالبانو له خوا پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ویلي یې دي، چې پر ښارونو او ګڼ مشېتو سیمو د طالبانو بریدونه او په کې بشري جنایتونه افغان دولت او خلکو ته د تحمل وړ نه دي.

نوموړي له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې نړیوال ټولنه دې د نړیوالو جوړښتونو او کړنلارو څخه په ګټنې دې د دغه بشري جنایتونو مرتکبین تر قانوني څېړنو لاندې ونیسي.

دغه راز اتمر د نړیوالو بنسټونو، د جرایمو پر وړاندې نړیوالو محکمې او ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا رول ته په کتو دا غوښتنه هم وکړه، چې د طالبانو دغه جنایات باید مستند او عاملینو ته یې سزا ورکړل شي.

د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټينګار وکړ، چې د افغان دولت او افغان ولس لومړي غوښتنه فوري اوربند او یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل دي نو ځکه باید ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو د وژنې درلو او دغه سیاسي توافق ته د رسېدو لپاره پر طالبانو اعظمي فشارونه وارد کړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي هم د طالبانو له خوا د تریخوالي پر زیاتېدو، پر ښارونو د بریدونو او تر څنګ یې د بې ګناه ملکي افغانانو پر وژل کېدو خواشني وښوده.

مېرمن لاینز د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتوالی او پر خیره او نړیوالو موسیساتو کارکوونکو پر وړاندې شته ګواښونو جدي عامل د بشري او پرمختیايي مرستو او پروژو نه عملي کول وبلل او پر درېدو یې ټینګار وکړ.
 
جمهور خبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي