۰

د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې بیا په افغانستان کې جګړه ناروا وبلله

شنبی ۱۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۰
بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او مسلمان وژنه بللې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې بیا په افغانستان کې جګړه ناروا وبلله
بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او مسلمان وژنه بللې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دې سره سم چې قطر کې  بین الافغاني خبرې پیل شوې د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې، د علماو، بشري حقونو د مدافینو ا روڼ اندو هدفي وژنې په کلکه غندلې دي.
 
د اسلامي علماوو ټولنې په دغه خبرپاڼه کې ټینګار کړي، چې پر ملکي وګړو بریدونه او د بې ګناه انسانانو وینه تویوونه د ټولو اسماني دینونو له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

دغه ټولنې له ټولو دیني عالمانو، پوهانو او نظرخاوندانو غوښوتي، چې د الله ج د کتاب او نبوي سنتو پر اساس او د اسلامي شریعت د اصولو او بنسټونو سره افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه وغندي او سولې، اوربند او په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي