د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې بیا په افغانستان کې جګړه ناروا وبلله

18 دلو 1399 ساعت 11:40

بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او مسلمان وژنه بللې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.


بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او مسلمان وژنه بللې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دې سره سم چې قطر کې  بین الافغاني خبرې پیل شوې د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې، د علماو، بشري حقونو د مدافینو ا روڼ اندو هدفي وژنې په کلکه غندلې دي.
 
د اسلامي علماوو ټولنې په دغه خبرپاڼه کې ټینګار کړي، چې پر ملکي وګړو بریدونه او د بې ګناه انسانانو وینه تویوونه د ټولو اسماني دینونو له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

دغه ټولنې له ټولو دیني عالمانو، پوهانو او نظرخاوندانو غوښوتي، چې د الله ج د کتاب او نبوي سنتو پر اساس او د اسلامي شریعت د اصولو او بنسټونو سره افغانستان کې روانه خونړۍ جګړه وغندي او سولې، اوربند او په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره هڅې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 


د مطلب کود: 136193

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/136193/

جمهور
  https://www.jomhornews.com