د افغان دولت مذاکراتي پلاوي او د طالبانو پلاوي د بین الافغاني خبرو د دویم پړاو خبرو په پیل سره پرون یوه مقدماتي غونډه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو لورو تایید کړې، چې دوی پرون چهارشنبې د مرغومي ۱۷ مه ماښام مهال دوحه کې مقدماتي ناسته درلوده.
په دغه مقدماتي ناسته کې پرېکړه شوې، چې دواړه لوري به د اجنډا د موضوعاتو پر سر له راتلونکې شنبې د مرغومي ۲۱ بحثونه پیلوي.
ویل کېږي بحثونه ځکه شنبې ته ځنډول شوي، چې نه د طالبانو د مرکچي پلاوی ټول غړي دوحې ته رسېدلي او نه هم د افغان دولت.
د یادونې ده، چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د بین الافغاني خبرو په لومړي پړاو د درې میاشتو به موده کې یوازې د اجنډا پر ټاکلو سلا ته سره ورېدل.
تر لومړي پړاو وروسته خبرې د شلو ورځو لپاره وځنډې دې، چې افغان پلاوی کابل او طالب پلاوی اسلام آباد ته ولاړ.
جمهورخبري آژانس:کابل