۰

پکتيا کې محصلینو پرکابل پوهنتون برید وغانده

چهارشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۰
پکتیا کې سلګونو محصلینو د یوه لاریون په ترڅ کې پر کابل پوهنتون وسله وال برید په کلکو ټکو وغانده او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وښوده.
پکتيا کې محصلینو پرکابل پوهنتون برید وغانده
پکتیا کې سلګونو محصلینو د یوه لاریون په ترڅ کې پر کابل پوهنتون وسله وال برید په کلکو ټکو وغانده او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي وښوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه معترضو لاریون کوونکو پر پوهنتونونو، ښوونځیو، تعلیمي مرکزنو او عامه تاسیساتو بریدونه پر علم او پوه برید وباله.

محصلینو د یوه سوله ییز لاریون پر مهال و ویل، چې د محصلینو او زده کوونکو په نښه کول او پر هغوی برید د بربادۍ به مانا دی او د هېواد دشمنان هڅه کوي، چې په دغه ډول بریدونو د علم او پوهې ډېوې تتې کړي.

دوی دغه ترهګریز برید وغانده او د د دغه ډول پېښو د ترسره کوونکو ضد شعارونو په ورکولو سره یې حکومت هم د خلکو د امنیت په تامین کې ملامت یادوه.

د یادونې ده، چې پر کابل پوهنتون دوه ورځې وړاندې د دریې تنه وسله والو له خوا برید وشو، چې له افغان ځواکونو سره یې جګړې شپږ ساعته وخت ونیوه.

د وروستیو معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۴۰ ټپیان شوي، چې کابو ټول یې محصلین دي.

دغه برید په کور د ننه او بهر سخت غبرګونونه راوپارول او دا یې یو نه بښونکی او وحشي عمل وباله.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي