۰

سیمه ییز چارواکي: هرات کې ۶۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۲
د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د ۶۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
سیمه ییز چارواکي: هرات کې ۶۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د هرات سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په دفاعي ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د ۶۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله پرون دوشنبې د غوايي اوله د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې اوښتې ده.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې  طالبانو دوه شپې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستونو ډلیز بریدونه پیل کړي وو.

د هغه په وینا د طالبانو له بریدونو وروسته افغان ځواکوونه هم لاس په کار شو او پر طالبانو یې ځپونکي ځمکني او هوايي بریدونه وکړل.

ولي زاده وايي، په دغه ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي، چې څو مشهور کسان یې هم په کې شامل دي.

د هرات د والي ویاند زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې د کشک کهنه لپاره د طالبانو نظامي قوماندان ملا خان آقا، د هغه مرستیال ملا داود او یو بل مهم طالب قوماندان ملا نظر محمد شامل دي.

د ولي زاده په خبره چې په دغه نښته کې یوازې د افغان پوځ دوه سرتېري وژل شوي او نور زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، کشک کهنه ولسوالي د هرات شمال لور ته پرته ولسوالي ده، چې تر ډېره بریده په کې د طالبانو فعالیتونه تر سترګو کېږي.

جمهورخبري آژانس:یحی فولادي هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي