پاکستان وايي، افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي، چې درمل او خوراکي توکي خپل هېواد ته وارد کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني چارواکو له افغان سفارت سره ژمنه کړې ده چې په تورخم او سپین بولدک کې به د درملو او خوراکي توکو کاروانونو ته اجازه ورکوي.
په پاکستان کې افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل وایي پاکستان د کرونا له وېرې خپلې لارې تړلې دي خو اوس یې تازه دا هوکړه له افغان لوري سره کړې ده چې د خوراکي توکو او درملو کاروانونو ته به د تېرېدو اجازه ورکوي.
پاکستان پر داسې مهال افغان سوداګرو ته د درملو او خوراکي توکو د لېږد اجازه ورکوي، چې افغان سوداګر وايي تر اته زره پورې په توکو بار کانټينر یې پاکستاني حکومت درولي دي او د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
دوی وایي چې د هرې ورځې په تېرېدو لسګونه زره ډالر زیانمنېږي.
د یادونې ده، چې پاکستان یو ځل د ۹ ورځو لپاره له افغانستان سره خپل بندرونه تړلي و او وروسته یې دغه لړۍ د دوه اونیو لپاره نوره هم اوږده کړې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل