۰
د اوربند په تړاو د طالبانو او پاکستان شین څراغ:

د سولې خبرو د بیا پیل لپاره اړتیا ده، ښکېلې خواوې تاوتریخوالی کم کړي

پنجشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۰
پاکستان ته تللي طالب پلاوي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي او دواړو لورو د امریکا او طالبانو تر منځ ژر د سولې د خبرو پر بیا پیل کولو ټینګار کړی دي.
د سولې خبرو د بیا پیل لپاره اړتیا ده، ښکېلې خواوې تاوتریخوالی کم کړي
پاکستان ته تللي طالب پلاوي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدلي او دواړو لورو د امریکا او طالبانو تر منځ ژر د سولې د خبرو پر بیا پیل کولو ټینګار کړی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر دفتر پلاوی پرون چهارشنبې د تلې ۱۰ مه اسلام آباد ته ولاړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره یې ولیدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لورو د سولې په اړه خبرې او ټینګار یې کړی، چې باید د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې ژر بېرته پیل شي.

د وزارت په خبرپاڼه کې د قریشي له قوله ویل شوي، چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د سیمې او نړۍ اجماع یو بې ساری فرصت دی، چې باید له لاسه لاړ نه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د دې فرصت عملي کول په افغانستان کې د ښکېلو خواو په غاړی دی او باید ترې ګټه پورته کړي.

په دغه خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، د دواړو خواو پر دې هم ټینګار کړی، چې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره اړتیا ده، چې ښکېلې خواوې د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په خپل ټویټر کې لیکلي، چې طالب استازو په اسلام‌آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې په بهیر او یو لړ نورو موضوعاتو باندې خبرې کړې دي.

طالبان او پاکستان پر داسې مهال د اوربند په تړاو شین څراخ ورکوي او د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار کوي، چې افغان حکومت هم ویلي د سولې خبرې که بیا پیلېږي، نو د پیل لومړی شرط به یې اوربند وي.

ځینې سیاسي شنونکي هم په دې باور دي، چې که طالبان اوربند ته زړه ښه کړي، ښایي امریکا ورسره بیا خبرې پیل کړي، ځکه د امریکا یوه غوښتنه هم اوربند ده.

پاکستان ته طالب پلاوی پر داسې مهال سفر کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی هم اسلام آباد کې دی.

طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، که خلیلزاد وغواړي دوی چمتو دي، چې ورسره وګوري او د سولې په تړاو ورسره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي