۰
سیاسي شنونکي:

د اوربند په شرط ښايي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي

چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۲
سیاسي شنونکي اسلام آباد ته د امریکايي او طالب پلاوو تګ ته په اشارې وایي، کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.
د اوربند په شرط ښايي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي
سیاسي شنونکي اسلام آباد ته د امریکايي او طالب پلاوو تګ ته په اشارې وایي، کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ نېږدې میاشت وړاندې وروسته له هغې لغوه کړې، چې طالبانو کابل کې یو خونړی موټر بم برید وکړ او یو امریکایي عسکر هم په کې و وژل شو.

که څه هم ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې، خو له دې سره سره طالبانو د سولې په تړاو د سیمې ځینو هېوادونه ته سفرونه وکړل او له امریکا یې د بیا خبرو د پیل غوښتنه کوله.

طالب پلاوي، مسکو، چین، ایران ته سفرونه وکړل، د دغه هېوادونو له چارواکو سره یې پر سوله خبرې وکړې او ټاکل شوې چې نن د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب پلاوی له قطر نه اسلام آباد ته ولاړ شي.

قطر دفتر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي ملا برادر او ورسره پلاوی به د افغان سولې په تړاو له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

له دې سره تر څنګ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د یوه امریکایي پلاوي په مشرۍ پرون سه شنبې د تلې ۹ مه اسلام آباد ته رسېدلی دی.

خلیلزاد له پاکستان وړاندې چین ته تللی و او له چنايي چارواکو سره یې هم پر افغان سولې خبرې کړې او ویل کېږي، چې له لوړ پوړو پوځي او ملکي پاکستاني چارواکو سره به هم پر سوله خبرې وکړي.

د خلیلزاد او طالبانو د پلاوو همدې سفرونو ته په اشارې سیاسي شنوونکي په دې باور دي، چې کېدای شي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي.

خو په وینا یې که چېرې خبرې پیلېږي نو د امریکا له خوا به طالبانو ته د خبرو د پیل لومړی شرط دا وي، چې طالبان اوربند اعلان کړي.

د سیاسي شنونکو په وینا له دې اوسني پرمختیا دا مالومېږي، چې هڅې روانې دي او طالبان هم چې کوم ځای ته تللي ویلي یې دي، چې خبرو ته تیار دي.

سیاسي شنونکی جهانګیر خټک، وايي، که خبرې بیا پیلېږي، نو اول شرط به د اوربند وي او امریکا به دا غواړي چې پاکستان او نور هېوادونه هم دې برخه رول ولوبوي او طالبانو باندې فشار واچوي، چې اوربند ته تیار شي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، که د طالبانو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره ومني چې که خبرې پیل شي، دوی اوربند ته تیار دي، نو د خبرو بیا پیلېدو ته به لار اواره شي.

د ده په باور په دې صورت کې به پر امریکا هم دا فشار راشي، چې طالبان اوربند ته تیار دي، نو اوس هغه څه شي دی، چې تاسو اوس له خبرو ایساروي.

په ورته وخت کې هغه په دې باور هم دی چې پاکستان، چین، روسیه او ایران او د نړۍ نور مهم هېوادونه چې افغانستان کې د سولې هڅې کوي، نو پر طالبانو به فشار زیاتوي چې که غواړئ خبرې پیل شي، نو اوربند باید وشي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې افغان حکومت هم ویلي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیل لومړنی شرط به دا وي، چې طالبان به سرتاسري اوربند اعلانوي.

افغان حکومت اوس هم په همدې باور دی او وایي، چې د سولې هر ډول خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي او طالبان باید لومړی اوربند وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي، حکومت په سیمه ییزه او نړیواله کچه هلې ځلې پیل کړې، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي