سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ ولسوال شکرالله شاکر د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې و وژل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د زمري ۱۲ مه د هرات د زنده جان ولسوالۍ په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات پولیسو د مطبوعاتي دفتر سرپرست فرزاد فروتن
جمهور خبري آژانس ته و ویل، پر ولسوال شکرالله شاکر د زنده جان ولسوالۍ د ترکه او ګل ماباد سیمو تر منځ د سړک د غاړې اېېښودل شوي ماین چاودنه کړې.
نوموړي زیاته کړه په دغه چاودنه کې ولسوال او یو ساتونکی یې وژل شوي او پنځه نور ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات