سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې مېرمنې په ډزو وژلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د چنګاښ ۲۲ مه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د یوې کورنۍ درې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره له یوه ځای بل ته روانې وې.
د بلخ امنیه قوماندان وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دغه مېرمنو ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې درې مېرمنې وژل شوې او ورسره دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه وایي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دغه مېرمنې د کورنۍ دښمنۍ ښکار شوې دي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیتسي.
جمهورخبري آژانس:مزار شریف