مزارشریف ښار کې درې مېرمنې وژل شوې دي

22 سرطان 1398 ساعت 15:48

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې مېرمنې په ډزو وژلې دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې نامعلومه وسله والو کسانو درې مېرمنې په ډزو وژلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن شنبې د چنګاښ ۲۲ مه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د یوې کورنۍ درې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره له یوه ځای بل ته روانې وې.

د بلخ امنیه قوماندان وايي، نامعلومه وسله والو کسانو په دغه مېرمنو ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې درې مېرمنې وژل شوې او ورسره دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه وایي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دغه مېرمنې د کورنۍ دښمنۍ ښکار شوې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیتسي.

جمهورخبري آژانس:مزار شریف
 
 


د مطلب کود: 118257

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/118257/

جمهور
  https://www.jomhornews.com