سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کاپيسا ولایت کې د کورنۍ ستونزې له امله یو تن پر خپل ورور ډزې کړې او وژلی یې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د کاپیسا ولایت د حصه دوم ولسوالۍ د تهي پشته جمالاغه په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش وايي، د دغه دواړو وروڼو تر منځ پر ځمکه دعوا وه، چې بالااخره په نښته اوښتې او یو تن یې وژل شوی دی.
د هغه په وینا قاتل له سیمې په تېښته بریالی شوی خو پولیسو یې د نیولو او د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا