۰

روان کال د انسانانو د قاچاق کوونکو بانډونو سل غړي نیول شوي دي

سی شنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۶
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، امنیتي ځواکونو روان کال د انساني قاچاق د بانډونو کابل ۱۰۰ غړي نیولي دي.
روان کال د انسانانو د قاچاق کوونکو بانډونو سل غړي نیول شوي دي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، امنیتي ځواکونو روان کال د انساني قاچاق د بانډونو کابل ۱۰۰ غړي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بلخي دغه څرګندونې نن سه شنبې د لیندۍ ۲۷ مه کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونده کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړړي زیاته کړه، چې په روان کال کې له انساني قاچاق سره د مبارزې د ملي پلان پر اساس امنیتي ځواکونه توانېدلي، چې د انسانانو د قاچاق کوونکو بانډو سل غړي ونیسي.

د هغه په وینا د انساني قاچاق کوونکو دغه غړي تر ډېره پورې د هېواد په سویلي او لوېدیځو پولو کې نیول شوي، چې ډېری یې محکمه شوي هم دي او سزا ورته اورول شوې ده.

په ورته وخت کې ښاغلي بلخي په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې په ایران کې نېږدې ۸۰۰ زره کډوالو ته د پاسپورټونو د ورکړې لړۍ پیل شوې او دا لړۍ به په نېږدې راتلونکې کې په پاکستان کې هم پیل شي.

د کډوالو چارو وزیر په دې دواړو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه و ویل وروسته له هغې چې د یادو هېوادونو سره د کډوالو په برخه کې ځینې موافقې وشوې، د کډوالو حالت ښه شوی دی.

خو په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په ایران او پاکستان کې د کابو ۶ میلیونه افغان کډوالو شتون د اندېښنې وړ وباله.

بل خوا د کډوالو چارو وزیر د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په اړه و ویل، چې له هغوی سره د مرستو په برخه کې دوی د پیسو د کمښت سره مخ دي.

نوموړي و ویل، چې د جګړو او وچکالۍ له امله په کور د ننه ۲۸ زره کورنۍ بې ځایه شوې، چې نه یوازې حکومت بلکې نړیواله ټولنه هم ورسره د مرستو پروګرامونه په پام کې لري.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي