په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د افغان هوايي ځواک په یوه برید کې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک پرون په فیض آباد کې د وسله والو طالبانو په یوه سراچه موټر برید کړی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د فیض آباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري رسول له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.
دغه راز خبرپاڼه وايي، په دې برید کې د وسله والو سراچه موټر او پنځه میله کلاشنکوف او پیکا وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:بلخ